د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر: د افغان او ازبک سوداګرو ستونزو ته به رسېدنه وشي

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د افغانستان او ازبکستان له ګډ سوداګریز آزاد بازار څخه لیدنه کړې ده.
باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ نورالدین عزیزي د دې لیدنې پر مهال، د یاد مرکز له افغان او ازبک مسئولینو سره پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړي، چې د دواړو هېوادونو سملاسي پاملرنې ته اړتیا لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د سوداګريزو همکاريو پر پياوړتيا او د شته ننګونو پر لرې کولو د ټينګار ترڅنګ؛ افغان او ازبک سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د دوی ستونزې او اندېښنې د دغه وزارت په لومړيتوب دي او ورته رسېدنه به وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته