اقتصاد

د صندوقلي او مزارشریف د نفتي بلاکونو د موندنې او تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقتنامه لاسلیک شوه

کابل باختر د زمري اتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې کانونو وزارت او کنسرسیوم افغان – تاجک د صندوقلي او مزارشریف د نفتي بلاکونو اکتشافي او د تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقتنامه نن ماسپښین د ځمکو، اوبو او چاپیریال ساتنې عالي شورا په پای کې لاسلیک کړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دې توافقنامې مطابق کنسرسیوم  په دوه کالو کې ۶۰ میلیون ډالر پانګونې،  په ۲۰ میلیون ډالر پانګونه د قرارداد په ساحو کې له ۱۰۳۰ څخه تر ۱۲۰۰ کیلو متر اوږدې سایزمیکي  سروې کولو او  په ۴۰ میلیون ډالر پانګونې ۵۵۰۰ متره د ژورې اکتشافي  څا کېندنې ته ژمن دی. 
یاده پروژه به له ۴۰۰ څخه زیاتو کسانو ته کاري فرصتونه برابر او د دولت عواید لوړ کړي.  پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته