کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
دمخابراتو اود معلوماتي تکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې دهيوادپه ٢١٣ صعب العبور سيموکې مخابراتي تاورونو ودروي او مخابراتي خدمتونو ته پراختيا ورکړي .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: د مخابراتو او دمعلوماتي تکنالوجۍ د وزارت معين انجنير بريالي حسام نن ددغو تاورونو د تړون دلاسليک کولوپه وخت کې وويل: دغه وزارت د افغانستان په کليوالي اولرو پرتو سيمو کې دمخابراتي خدمتونو دپراختيا دپاليسۍ له مخې دوه سوه نهه اتيا سيمې داوطلبۍ ته وړاندې کړې دي چې دافغانستان تيلي کام، افغان بيسيم او د وصل تيلي کام مخابراتي شرکتونه ګټوونکي وپيژندل شول.
د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوجۍ د وزارت تخنيکي معين زياته کړه: ددغو تاورونو د درولو په پروګرام کې هغه سيمې شاملې دي چې تراوسه پورې دځينو عواملو له امله د مخابراتي خدمتونو ترپوښښ لاندې نه و راغلي او دغه وزارت
دمخابراتو دپرمختيا له صندوق څخه دوه ديرش اعشاريه پنځه مليونه ډالره دهغو شرکتونوپه واک کې ورکوي چې دغه کار ترسره کوي چې د هغه دکار او درولو په بشپړيدوسره به د هيواد په ٣٤ ولايتونوکې څه دپاسه اووه پنځوس زره اته سوه تنه
له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه واخلي .
انجنيرحسام زياته کړه: تراوسه پورې د هېواد په سلوکې نوې سيمې د مخابراتي خدمتونو ترپوښښ لاندې نيول شوې دي.
1 1 دقیقه لوستل