فرهنګ

د صديق پسرلى په درناوي يوه غونډه جوړه شوه

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
د هيواد د تکړه شاعر او ليکوال ارواښاد صديق پسرلى په درناوي نن د کندز ولايت  د اطلاعاتو اوفرهنګ په رياست کې يوه غونډه جوړه شوه.
د باخترآژانس دخبر له مخې: په دې غونډه کې چې د کندز ولايت د يو شمېر دولتي کارکوونکو، شاعرانو، ليکوالو او فرهنګيانوپه ګډون جوړه شوې وه؛ په پيل کې د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکترسيدمخدوم رهين  پيغام ولوستل شو.
په پيغام کې د ارواښادصديق پسرلى د ادبي او فرهنګي ژوندانه بېلابېلو اړخونوته  د اشارې ترڅنګ ويل شوي دي چې ارواښاد پسرلى د پښتو او دري ژبو يو تکړه شاعر اوليکوال و چې ارزښتناک آثار يې پريښي دي .
د هيواد ددغه پياوړى شاعر او ليکوال يادونه په يو ډول نه يو ډول دهغوکسانو يادونه ده چې ددغه هيواد د فرهنګ او ادب د ودې په خاطر يې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کړې دي. د صديق پسرلى او د هيواد د ادب او فرهنګ د خادمانو روح دې ښاده وي.
دغه راز د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرست پوهنمل نبي فراهي يوځل بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب  د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او د هيواد فرهنګي ټولنې ته څرګند کړ او باخترآژانس ته وويل: که چيرې د هيواد د دغه نوميالى شاعراو ليکوال نه چاپ شوي آثار  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په واک کې ورکړى شي؛ په چاپولو يې اقدام کيږي.
په دې غونډه کې يوشمېر نورو برخه والو هم د ارواښادپسرلى د فرهنګي ژوندانه  د بېلابېلو اړخونو په باره کې خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته