خبرونهټولنه

د صبریو ولسوالۍ په خټکي کلي کې د ۴،۵ میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دیوال رغول شوی

کابل, د مرغومې ۱۰ مه, باختر

د خوست ولايت صبریو ولسوالۍ اړوند خټکي کلي کې د شمل خرم سينديزي حوزې رياست تر مستقيمې څارنې لاندې د ۲۸۰ متره په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال پروژه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه د یونسیار موسسې د ۴ میلیونه ۵۴۷ زره او ۹ سوه افغانیو په مالي لګښت د اکرو موسسې له خوا د یوه نیمې میاشتې په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه استنادي دېوال په سیمه کې له سېلابونو څخه د یو ښوونځي، مدرسې، کورونو او کرنیزو ځمکو د ژغورنې په هدف رغول شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته