د شېرزاد منرال شرکت، د لوګر د ازرې ولسوالۍ د نفرایټو کان د داوطلبۍ ګټونکی شو

کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په حضور کې، د لوګر د ازرې ولسوالۍ د کرومایټو کان داوطلبي ترسره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې داوطلبۍ کې د ۱۹ شرکتونو له جملې څخه اته شرکتونو د داوطلبۍ شرایط پوره کړي و چې په پایله کې د شېرزاد منرال د کانونو د استخراج او پروسس شرکت د یو ټن د ۱۶ زره افغانیو رویالیټي په بیې سره د پنځو کلونو لپاره د لوګر د ازرې ولسوالۍ د ببر سیمې د نفرایټو کان ګټونکی اعلان شو.

ویل شوي چې د یاد کان مساحت ۰.۲۴ هکټاره دی او یاد شرکت به ۱۵۱ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي چې په ټولنیزو خدمتونو سربېره به ۴۵ تنو ته د کار زمینه برابره شي او د پنځو کلونو په موده کې به له یاد کان څخه ۵۶ زره ټنه کرومایټ استخراج شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته