امنیت

د شېرزادو لسګونه کلي له طالبانو پاک شول

کابل / د تلې لومړۍ/ باختر
په داسې حال کې چې د ننګرهار په شيرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرخلاف  عمليات دوام لري، پوځي مقاماتو د وسله والو مخالفانو له شتون څخه د لسګونو کليو د پاکولو خبرورکړ.
دغه عمليات پرون د ملي اردو او ملي پوليسو د سلګونو ځواکونو په ګډون د هېواد  د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوي او دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازي باختراژانس ته وويل چې پوځيانو د٢٤ ساعتو په بهيرکې له وسله والومخالفانو د شيرزادو د لسګونو کليو په پاکولو بريالي شول.
په شيرزادو کې زياتره  د وسله والو طالبانو او داعشيانو وسله وال شتون لري.
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ وسله وال طالبان په لارو کې د ماينونو په ښخولو سره  هلې ځلې کړې چې د شيرزادو ولسوالۍ ځينوسيمو ته د افغان ځواکونو د تګ مخه ونيسي، خو پوځيان وايي چې د ماينونو په کشفولو اوشنډولو سره بريالي شوي دي چې پرمخ لاړ شي.
جنرال نيازي وويل چې پوځيانو تراوسه پورې د شيرزادو له ګڼ مېشتو لارو څخه ٧٠ ماينونه کشف اوشنډ کړي دي.
د دغوعملياتو هدف د وسله والو مخالفانو ټغر ټولول، د خلکو سوکالۍ او پرمختيايي پروژو تطبيق او ښې حکومتوالۍ لپاره  زمينه برابرول بلل شوي دي.
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې دغه عمليات به له وسله والو مخالفانو د شېرزادو ولسوالۍ  تربشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.
وسله والو طالبانو او داعشيانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته