ټولنه

د شیخ خلیفه استوګنیزه پروژه ګټې اخېستو ته وسپارل شوه

کابل باختر د غويي د مياشتې ٢ مه
د فغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په هغو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه چې د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان ( اماراتو ښارګوټي ) پروژې د پرانیستې په خاطر د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي و.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
لومړی د هېواد جمهور ریېس د متحدو عربي اماراتو له پلاوي سره چې په دغو مراسمو کې د ګډون په خاطر کابل ته راغلی و، وکتل.
په دې کتنه کې د متحدو عربي اماراتو پلاوي وویل، تېره اوونۍ په افغانستان کې د ارزونې او د پانګونې د فرصتونو د ترلاسه کولو په خاطر ورکشاپ کې هراړخیز بحثونه وشول او د متحدو عربي اماراتو خصوصي سکتور په افغانستان کې پانګونې ته تیار دی.
جمهور ریېس غني دغه پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د افغانستان حکومت په افغانستان کې د پانګونې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او د ټولو مواردو سربېره د کور جوړونې او کرنې په برخه کې پانګونه زموږ لومړیتوبونه دي.
وروسته د هېواد جمهور ریېس د متحدوعربي اماراتو له پلاوي سره د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان ( اماراتو ښارګوتي) د پروژې د  پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې لومړى د ښار او کور جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري خبرې وکړې ويې ویل، د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان استوګنېزه پروژه چې د ابوظبۍ د پراختیایي صندوق په مرسته جوړه شوې، ۳۳۳۰  اپارتمامونه لري چې ټاکل شوې وه په ۱۳۹۳ کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، خو د ځینو ستونزو له امله وځنډیده.
هغه زیاته کړه، دغه ښارګوتی معیاري فاضلاب سیستم، د برېښنا سب اسټیشن، معیاري پلې لارې او واټونه، د اوبو او برېښنا معیاري میټرونه، د بلاکونو او اپارتمانونو مشخص ادرسونه، د صفایي کتابچې، د ساتنې او مراقبت لپاره مسوول مدیریت او د ژوند لپاره د باور وړ فضا لري.
وروسته د ابوظبۍ صندوق ریېس السویدي خبرې وکړې ويې ویل، د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان د استوګنې پروژه یو له هغو سترو پروژو څخه ده چې د ابوظبۍ صندوق تمویل کړې او له دې امله یې مننه وکړه چې دا ښارګوټی د شیخ خلیفه په نوم نومول شوی دى.
هغه زیاته کړه، د متحدوعربي اماراتو حکومت به له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ لپاره د دغه  هېواد د خلکو ترڅنګ پاتې شي.
وروسته د ښار او کور جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري او د ابوظبۍ صندوق ریېس السویدي د جمهور ریېس غني په حضور کې افغانستان ته د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان د استوګنیزې پروژې د سپارلو اسناد لاسلیک کړ.
ورپسې جمهور ریېس غني د دغه ښارګوټي مالکانو ته د څو اپارتمانونو د کلي ګانو د ورکړې پر مهال وویل: نن د دوو دوستو هېوادونو  متحده عربي امارات او افغانستان  ترمنځ د نږدې همکاریو په پایله کې افغانان په ژوند کې د یو څرګند او مشخص بدلون شاهدان دي.
جمهور ریېس غني له ابوظبۍ صندوق څخه په مننې او د دغه ښارګوټي مالکانو ته د مبارکۍ د ورکړې ترڅنګ زیاته کړه، د کور جوړول د ملي یووالي حکومت هدف دی  او د ښار جوړولو وزیر څخه مننه کوم چې په ښه مدیریت سره یې وکولای شول چې یوه ناتمامه پروژه بشپړه کړي.
هغه په قندهار ولایت کې  هغې تروریستي پېښې ته اشاره وکړه چې د متحدوعربي  اماراتو پخوانی سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي او د دغه هېواد ځیني ډيپلوماتان په کې شهیدان شول او د دغو شهیدانو لپاره یې د خدای په دربار کې د فردوس جنت دعا او د هغوی کورنیو ته یې د جمیل صبر هیله وکړه.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، ما د دې ویاړ درلود چې د افغانستان د ولس په استازیتوب د یادو شهیدانو کورونو ته ورشم او د هغوی کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړم.
د هېواد جمهور ریېس څرګنده کړه، د اقتصادي او اصلاحاتي شرایطو له بدلېدو سره، هیله لرو چې په راتلونکي کې د افغانستان دولت او خصوصي سکتور د اماراتو له خصوصي سکتور سره د همکارۍ په یوه لیکه کې ودروو .پاى_ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته