د شپږويشتو تنو طالبانو وژل کيدل او نيول کيدل

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٦ :
دطالبانو د ډلې او د حقاني دشبکې پنځه ويشت تنه  جګړه ماران په افغانستان کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
ناټو وايي چې ددغو تروريستي ډلو دوه تنه مشهور قوماندانان او درې تنه سيمه ييز قوماندانان هم په وژل شويو کسانوکې شامل دي.
له بلې خوا په دغو پوځي عملياتوکې دطالبانو د ډلې او د  حقاني د شبکې شپاړلس تنه نور  جګړه ماران نيول شوي دي.
ويل کيږي په دوى کې ددغو تروريستي ډلو درې تنه قوماندانان او دتروريستي بريدونو دوه تنه مرستندويان هم شامل دي .
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړچې په دغو پوځي عملياتوکې د حقاني دشبکې او دطالبانو د ډلې پنځه ويشت تنه جګړه ماران وژل شوي او څه ناڅه يوولس تنه نوريې نيول شوي دي .
ناټو تائيدوي چې ددغو تروريستي ډلو اته تنه قوماندانان او دتروريستي بريدونو دوه تنه مرستندويان هم په وژل شويو اونيول شويوکسانوکې شامل دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په ځينو دغو قوماندانانو د دوى په ً پټنځايونوکې هغه وخت د افغان پوځيانو او د ناټو دقوتونو له خوا بريد وشو چې ديولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و.
دغه عمليات نن دقندهار ، هلمند، ننګرهار ، بغلان  او د حقاني د شبکې په ځينو پټنځايونو شوي دي .
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې: ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې  پوځيانو د وسله والوطالبانو او د حقاني د شبکې دجنګي وسايلوڅو ډپيوګانې او دنشه يي توکو ګودامونه ترلاسه کړي دي.
افغان پوځيانو په دغو ډيپوګانو او ګودامونوکې په لسګونو جنګي وسايل او د اپينو په ګډون په سلګونو کيلوګرامه  نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته