اقتصاد

د شپږنيم کيلومتره په اوږدوالي د اوبو د کانال کار پيل شو

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نېټه :
نن د بلخ ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ٣١ميلېونو افغانيو په لګښت د شپږ نيم کيلومتره په اوږدوالي د اوبو د يوه کانال د جوړولوکار پيل شو.
د باخترآژانس  دسيمه يېز خبريا ل دخبرله مخې ؛ دغه کانال د بلخ ولايت  د نهر شاهي ولسوالۍ دګوري مار په کلي کې جوړيږي چې په جوړولو سره به يې يوولس زره جريبه ځمکه خړوبه شي او  څلور زره نهه سوه کورنۍ  به له دغه کانال څخه په مستقيم ډول ګټه واخلي  .
د دغه کانال د جوړولو کار د روان کال د مرغومې په مياشت کې بشپړيږي چې په  جوړولو سره به يې د ګورمار دکلي دبزګرانو د اوبو دکمښت ستونز کمه شي او داوبو د ضايع کېدو مخه به هم ونيول شي.
د بلخ ولايت دکرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې ټاکل شوې ده   ١٥ نور کانالونه هم  د٣١٤ميليونو افغانيو په لګښت  د روان کال ترپايه پوې  په دغه و لايت کې جوړ شي  .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته