د شي جینګ پینګ او بایډن کتنه؛ تایوان د چین سره کرښه ده
نړۍ، د لړم ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
د چین ولسمشر شي جینګ پینګ د پېرو هېواد په مرکز لیما کې د اسیا او اقیانوسیه د اقتصادي همکاریو سازمان د ناستې په څنډه کې له خپل امریکایي سیال جوبایډن سره د کتنې پر مهال ویلي، چې تایوان د چین خاوره او بېرته نیول یې د بیجینګ سره کرښه ده، چې باید درناوی ورته وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا او چین ترمنځ د دښمنۍ د فکر شتون به د دواړو هېوادونو اړیکې کمزورې کړي.
چین د واحد چین پالیسۍ له مخې تایوان د خپلې خاورې نه بېلېدونکې خاوره بولي، خو امریکا په ښکاره ډول بیا د یو خپلواک دولت په توګه د تایوان ښکاره پوځي او نورې مرستې کوي.