امنیت

د شينډنډ ولسوالۍ ته هوسا ځواکونه واستول شول

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٤:
په هرات ولايت کې دملي اردو مسوولين  دډار اچوونکو له شتون څخه  په بشپړه توګه  دشينډنډ ولسوالۍ  دپاکولو په موخه  دغې ولسوالۍ ته دکافي ځواکونو  داستولو خبر ورکړ.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو درستيز وال بريد جنرال  ارکانحرب  راز محمد اورياخيل  چې دشينډنډ ولسوالۍ ته تللى دى ددغې ولسوالۍ په زيرکوه سيمه کې دوسله والو  ځواکونو امنيتي پوستې وکتلې .
دهېواد په لويديځ کې دملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې د ٢٠٧ ظفر قول اردو درستيز وال  ديوه هيئت په ملګرتيا دظفر قول اردو  داوپراتيفي قرارګاه ، دکوماندو دنهم کنډک   اودشهرآباد ، اوراين ، سنوغان ، ګردنې  او دقلعه دختر په سيمو کې دامنيتي پوستو د کتنې په وخت کې وويل :  هغه محاسبه چې داوسني حالت   او دامنيتي ځواکونو دظرفيت او پياوړتيا په باب لرم ، ډاډمن يم  چې دغه ځواکونه  ددښمنانو دتوطيو دشنډولو او له هغوۍ سره دمبارزې  ځواکمني لري.
ده ډاډ ورکړ چې خلک هم دامنيتي ځواکونو دکړنو ملاتړ کوي.
دکتنې په بهيرکې  د ٢٠٧ ظفر قول اردو درستيز وال ملکي وګړو ته دزيانونو  داوښتو  په مخنيوي هم ټينګاروکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته