امنیت

د شيرخان بندر تښتول شوي کارکوونکي د پيسو په ورکولو سره له بندڅخه آزاد شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٠ :
وسله والو  طالبانو د پيسو له ترلاسه کولو وروسته  د کندز ولايت د شيرخان بندر د تصدۍ  وروستى تښتول شوي کارکوونکى آزادکړ.
وسله والو طالبانو په کندز ولايت کې تېره شپه دشيرخان بندر د تصدۍ   وروستى تښتول شوى کارکوونکى آزاد کړ او په دې ترتيب د دغې تصدۍ ټول ١٦تنه کارکوونکي چې د روان کال د ليندۍ د مياشتې په ٥ مه نيټه د وسله والو طالبانوله خوا تښتول شوي وو؛ له بند څخه آزاد شول.
وسله والو طالبانو نږدې يوه مياشت مخکې د شيرخان بندر د تصدۍ ١٦ تنه کارکوونکي هغه وخت چې له بندرڅخه دکندز ښار ته روان وو؛ وتښتول او نامعلوم ځاى ته يې وليږدول.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت يوه خبرځاى چې د نامه له يادونې څخه يې ډډه وکړه؛ د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغوکسانو له بندڅخه د خلاصون لپاره طالبانو ته  له ٣٠٠ زرو څخه تر٥٠٠ زره افغانۍ ورکړې دي .
ده زياته کړه: طالبانو د قومي تفکيک له مخې د هر يوه لپاره پيسې ټاکلې وې.    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته