امنیت

د شولګرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ نوې ودانۍ د استفادې وړ وګرځيده

-کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ نوې ودانۍ ګټې اخستنې ته وړاندې شوه .
د بلخ ولايت د شولګرې ولسوال سراج الدين عابد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ د کورنيو چارو وزارت له بودجې څخه د نولسو مليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
عابد زياته کړه: د دغې ودانۍ د جوړولو کار په اوو مياشتوکې بشپړ شوى او د دغې قوماندانۍ د مناسب ځاى د نشتوالي ستونزه لرې شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته