د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې اصلاح سوء بریالي عملیات ترسره شول
کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر
د شهید سردارمحمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د ارتوپیدي په څانګه کې د پروفیسور ډاکټر عبدالولي احمدزي تر مشری لاندې د مجربو او متخصصو ډاکټرانو له لوري د یو څلور کلن ماشوم اصلاح سوء بریالي عملیات تر سره شول.
ملي دفاغ وزارت ویلي چې د دغه ماشوم راسته پښه چې درې میاشتې مخکې د پروفیسور عبدالولي احمدزي په سرپرستۍ کې د یاد ټیم له لوري عملیات تر سره کړي وو اوس مهال یې د چپې پښې عملیات تر سره شول.
یاد وزارت زیاته کړې چې ډاکټرانو د یاد ماشوم روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی او کولی شې چې نورمال ژوند ته دوام ورکړي.
باید وویل شي چې د شهید سردار محمد داودخان ۴۰۰ بستریز روغتون د جراحي عملیاتو ټیم تر دې مخکې هم داسې بېلابېل ډول پیچلي عملیات په بریالیتوب سره تر سره کړي دي.