د شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د څلورو ماشومانو د سوء شکل بریالي عملیات ترسره شول

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر
د ملي دفاع وزارت په شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د څلورو ماشومانو د سوء شکل بریالي عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ ۴ ماشومان، چې له ولادي او کسبي معیوبیتونو او سوء شکل سره مخ وو، د سي.او.اف.او (زمونږ د راتلونکي ماشومانو موسسې) له لوري، چې جرمني هېواد ته له لېږل کېدو ورسته یې هم بشپړه درملنه نه وه شوې، هېواد ته له راستنېدو وروسته یادې موسسې د شهید سردار محمد داوود خان روغتون ته ور وپېژندل؛ چې د تېرو دوو اونیو په لړ کې يې د هډوکو پیوند (Bone Graft)، د هډوکو تثبیت (Fixation) او پلاستیکي جراحۍ عملیاتونه، د اورتوپیډي او ټراماتولوژۍ د جراحي متخصصینو او د یوه هندي متخصص په همکارۍ په بریالیتوب ترسره …