خبرونهTOPروغتیا

د شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د لومړي ځل لپاره د زړه د عملیات څانګه پرانیستل شوه

کابل، د غبرګولي ۱۳مه، باختر 

د ملي دفاع وزارت د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د زړه د عملیات څانګې د جوړېدو او پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاده څانګه پرون د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ معینیت معین شیخ محمد قاسم فرید او د یاد روغتون د مسوولینو له لوري رسماً پرانیستل شوه.

 د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د طبي علومو اکاډمۍ په تالار کې په همدې مناسبت جوړه شوې، غونډه کې مسوولینو د روغتیایي چارو قوماندانۍ د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې کړل.

مسوولینو همدارنګه زیاته کړه، چې د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له مخې د ویاړ ځای دی، چې د شهید سردار محمد داود خان د روغتون په څانګو کې د نورو هېوادونو په کچه ډېر پیچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کېږي.

د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ معنیت مرستیال د روغتیا چارو قوماندانۍ د مسوولینو او ډاکټرانو د هڅو او فعالیتونو قدرداني وکړه او د دوی د وړاندیزونو او ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته