د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې مراسم په ‏ارګ کې ترسره شول

کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې مراسم، د افغانستان اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو، علماءکرامو او مجاهدينو په ګډون، د ارګ په جامع جومات‏ کې ترسره شول.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي: ‏د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدین حقاني، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کابینې یو شمېر غړيو، ګڼو علماءکرامو او مجاهدینو نن ماسپښین د ارګ په جامع جومات کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې او دعا په مراسمو کې ګډون وکړ.
‏د مراسمو ګډونوالو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مخکېني سرپرست شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله روح ته دعا او هغه ته د الله (ج) له درباره د فردوس جنت هیله کړې ده.
په پکتيا هم د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې مراسم ترسره شول چې د اسلامي امارت د لوړ پوړو مقاماتو او مسئولينو په ګډون، ګڼ شمېر قومي مشرانو او مخورو، مجاهدينو او عامو خلکو په کې ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته