نړۍ، د وږي ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ
د شهید اسماعیل هنیه زوی عبدالسلام هنیه له القدس العربي شبکې سره مرکه کې ویلي، چې د پلار د غچ اخیستنې موضوع یې د حماس سیاسیونو او ایران پورې اړه لري، خو تر ټولو غوره غچ اخیستنه همدا ده، چې د فلسطیني وګړو پر وړاندې جګړه ودرول شي او اسرایلي اشغالګر ځواکونه په بشپړ ډول له غزې ووځي.
د حماس غورځنګ شهید شوی سیاسي مشر اسماعیل هنیه تېره میاشت تهران کې وویشتل شو.
دې سره جوخت د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن مرستیالې او د دغه هېواد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې کاملاهارېس په خپلو تازه څدګندونو کې ویلي، چې غزه کې د اوربند د ټینګښت وخت رارسېدلی او سپینه ماڼۍ هڅه کوي، ژر تر ژره دغه چاره ترسره شي.
ورته وخت کې د حماس غورځنګ مسولین یو ځل بیا له غزې تړانګې د اسرایلي ځواکونو بشپړ وتل د اوربند مهم شرط اعلان کړی دی.