د شهيد عبدالعلي مزاري د تلين درناوى وشو .
کابل باختر دکب درې ويشتمه :
د دايکنډي ولايت په مرکز نيلي ښار کې د ملي وحدت د شهيد عبدالعلي مزاري دشهادت د درې ويشتم تلين درناوى وشو .
د دايکنډي والي محمود بليغ چې دغونډې له وينا والو څخه و ، وويل شهيد مزاري ته دملي وحدت دشهيد لقب تيرکال دهېواد جمهور رييس ورکړ .
ده زياته کړه چې دشهيد مزاري شعار په هېواد کې دميشتو قومونو ترمنځ ديو بل دمنلو روحيه وه . او ملي وحدت يې يو اصل باله .
غونډه داسلامي انقلاب د شهيدانو او د شهيد مزاري روح ته په دعا سره پاى ته ورسيده . ختم_ ج _ اکرم