د شهيد سردار محمد داوود خان د مقبرې د جوړولو کار ٨٠ سلنه بشپړ شوى دى
کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د ملي پراختيا شرکت اعلام کړى دى چې د هېواد د لومړني جمهوررييس شهيد سردار محمد داوود خان د مقبرې د جوړولو کار ۸۰ سلنه بشپړ شوى دى.
د ملي پرمختيا شرکت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د افغانستان د لومړني جمهوررييس سردار محمد داوود خان مقبره چې د ملي پراختيا شرکت بنايي ساختماني رياست جوړوي؛٨٠ سلنه بشپړ شوى دی او پاتې کار به يې په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه مقبره د کابل په تاج بيک غونډۍ کې جوړېږي چې درې ستر سالونونه، دوه کتابتونونه او دوه نندارتونونه لري او لګښت يې د جمهوري رياست عملياتي ادار ورکوي.
ختم-ج-ا