سیاست

د شهيد احمد شاه مسعود او شهيد عبدالعلي مزاري د فکر او انديشو د بيانولو غونډه په هرات کې جوړه شوه

کابل باختر دکب نولسمه :
  د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود او د شهيد عبدالعلي مزاري د انديشو د يادونې په نامه غونډه د شهيد مزاري او د شهيد احمد شاه مسعود د بنسټونو له خوا په هرات ښارکې جوړه شوه .
  دغه غونډه د دولتي لوړ رتبه مامورينو، عالمانو، د پوهنتون د استادانو، ځوانانو او روښان آندو په ګډون جوړه شوه .
په غونډه کې د اجراييه رياست د دويم معاونيت سلاکار سناتور جمشيدي، د هرات د پوهنې رييس عبدالرزاق احمدي، دپوهنتون استاد فصيحي دولت شاهي، د شهيد مزاري د بنسټ رييس او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مرستيال زارع حقجو، د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال او دغه راز د احمد شاه مسعود د بنسټ رييس په وار سره د دواړو نومياليو شهيدانو د هدفونو او آرمانونو په تحقق باندې ټينګار وکړ .
د ظفر قول اردو استازي ډګروال قاري ابراهيم، خلک ملي يو والي او پيوستون ته راوبلل .
په دې غونډه کې وينا والو ټينګار وکړ چې د دغو دوو مشرانو زياتې انديشې او هدفونه له يوبل سره يوشان دي او بايد د دوى لارويان په متحدانه دول د ظلم او بې عدالتۍ په وړاندې په ګډه مبارزه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته