کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٧ :
د شهيد د اوونۍ په درناوي په کندز ولايت کې د ٨٠٨ سپين زر زون دلوى قوماندانۍ له خوا د شهيدانو له وارثانو او ټپيانو سره مالي مرسته وشوه.
د ٨٠٨ سپين زون قوماندان لوى پاسوال شيرعزيز کامه وال پرون د شهيد د اوونۍ په ددرناوي په خاطر دخپل کار په دفتر کې په کندزکې دوروستيو جګړو له امله دشهيدانوله يوشمېر وارثانو او ټپيانو سره د کتنې او هغوى ته د غمشريکۍ د مراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې له هغوى سره د يوې اندازې نغدو پيسو مرسته وکړه.
کامه وال دشهيدانو له کورنيو اوټپيانو څخه د قدردانۍ په څرګندولو سره له هغوى سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ