د شهدا ولسوالۍ نيول کيدل حقيقت نلري
کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
دبدخشان ولايت سيمه ييزو مسوولينو د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د شهدا ولسوالۍ د نيول کيدو خبره رد کړه.
دوى وايي چې امنيتي ځواکونو يوه ډله طالبان چې د بدخشان ولايت د شهدا ولسوالۍ د نيولو نيت درلود، له څلور خوا څخه کلابند کړل.
د را رسيدلو خبرونوله مخې:
په لسګونو تنه وسله وال طالبان په شهدا ولسوالۍ پورې اړوند شيوه له دښتې څخه چې په شهدا ولسوالۍ کې لوړه سيمه ده؛ د شهدا ولسوالۍ ته ورغلي ووچې اوس د امنيتي ځواکونوله خوا کلابند شوي دي.
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې د طالبانو له خوا د شهدا ولسوالۍ د نيولو خبره رد کړه او ويې ويل: هغه يرغلګر چې د شهدا ولسوالۍ دنيولو نيت يې درلود؛ د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ او د بهارک، وردوج او د شهدا د ولسواليو د امنيتي ځواکونو په کلابندۍ کې دي او هيله ده چې نن مازيګر دغه ساحه د طالبانو له شتون څخه پاکه شي.