فرهنګ

د (شهادت هنرمردان خداست) نندارتون جوړ شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٩
د شهيد د اوونۍ په درناوى د (شهادت هنرمردان خداست) تر عنوان لاندې د شهيد د عکس نندارتون نن د افغانستان د شهيدانو د وارثانو د ټولنيز بنسټ له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ په ملي نګارستان کې جوړ شو .
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: ددغه نندارتون د پرانستلو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معين سيد مصدق خليلي د شهيد د اوونۍ په باب خبرې وکړې او ويې ويل: زموږ د هيواد تاريخ تل له شهادت سره پيوند لري. د انګليس د استعمار له يرغل څخه د شوروي د سره پوځ تر تيري او د ترور او وحشت په مقابل کې تر مبارزې او هغه وخت چې موږ يې نن شاهدان يو؛ زموږ په مليونونو تنه هيوادوال په دې لاره کې شهيدان شوي او شهيدانيږي او ځانونه يې قرباني کړي دي چې موږ په سوکالى او آرامى او سوله کې ژوند وکړو.
ده وويل: شهادت يواځې پيښه نه ده؛ يو تشريفاتي لقب نه دى. بلکې شهادت يو لوړ مقام دى چې د پروردګار له خوا دغو انسانانو ته ورکول کيږي. هغو کسانوته چې ځانونه يې د خداى (ج) په لاره کې خپلواکۍ ، عدالت ، سوکالى او سولې او ثبات ته د رسيدو په لاره کې قرباني کړي دي.
وروسته سناتورې صديقې بلخي خبرې وکړې او د شهيد د اوونۍ درناوى يې د شهيدانو بچيانو او کورنيوته په حکومت کې خلاصه کړه.
د دغه نندارتون مسوول مرتضى نيکزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پنجشنبې په ورځ د شهيدانو د شعر ادبي غونډه، دجمعې په ورځ د شهيد د ماښام په نامه د ماتم مرثيې لوستلو غونډه د ماښام له اووبجو څخه د شپې تر نهو بجو پورې، د شنبې په ورځ د شهيدانو د ميندو، خونيدو، ميرمنو او ميړونو او لوڼو په ګډون د شهيدانو د کورنيو غونډه، د يکشنبې په ورځ د شهيد له آرمان سره د ميثاق د نوى کولو په نامه د شهيدانو په مزار دګلانو د ګيډيو د ايښودلو او زيارت غونډه ترسره کيږي .
د يادونې وړ ده چې ددغه نندارتون پروګرامونه له غرمې مخکې له نهو بجو څخه دماښام تر شپږو بجو پورې دمينه والو پرمخ پرانستي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته