کابل/ باختر/ د لیندۍ ۱۰ مه
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د هرات ښار د شمالي سيمو په کتنه کې په دغو سيموکې پرمختيايي طرحې او د شنه کمربند د جوړولو څرنګوالى وڅېړه.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل: ټاکل شوې ده د هرات ښار د شمال په لوړو سيموکې اداري تاسيسات جوړ شي او د راتلونکې کال په پسرلي کې د شنه کمربند د بشپړولو لپاره اقدام وشي.
د هرات والي د جمعې په ورځ د اړوندو برخو د مسوولينو او مقاماتو په ګډون دغه ساحې وکتلې او د هرات ښاروالۍ او نورو ادارو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
ختم – ج – اکرم