خبرونهاقتصاد

د شمال د ډبرو سکرو په کانونو کې شل زره کسان په کار بوخت دي

کابل، د وږي ۶مه، باختر 

په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وايي، چې په ټولو شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو ۱۰۲۸ کانونه شتون لري، چې له ډلې یې ۳۳ دولتي کانونه په فني ډول د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ له لوري استخراجېږي.

د شمال د ډبرو سکرو د دولتي شرکت  رئیس مولوي عبدالله حامد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په شمال کې د ۱۰۲۸ د ډبرو سکرو له کانونو  څخه ۳۳  یې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ له لوري په فني او تخنیکي ډول استخراجېږ.

حامد زیاته کړه چې د شمالي ولایتونو په ټولو کانونو کې شل زره کسان  په بیلابیلو برخو کې په کار بوخت دي  او په عادي ډول د استخراج چارې ترسره کوي.

حامد زیاته کړه، چې پخوا په یو شمېر کانونو کې د کان کیندنې پرمهال د کان اوسپنیز تحکیمات نه وو او دغه راز د سکرو د اېستلو لپاره هم ماشین شتون نه درلوده ځکه خو به د کان د لوېدو له امله کان کیندونکو ته مرګ ژوبله اوښته او اوس د سکرو د اېستلو لپاره د ماشینونو د برابرولو سربېره د کانونو سمڅې له یو بل سره وصل شوي او د کان کیندونکو د مرګ خطر کم شوی.

عبدالله او انور د بغلان د کانونو کارکوونکو وویل، چې په پخوا وختونو کې کانونو ته سمه پاملرنه نه وه نو ځکه به کارکوونکي د کان کیندنې پر مهال د کان لوېدو او ګاز نیونو سره مخامخ کېدل او ډاډ ښيي چې د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره کانونو ته زیاته پاملرنه شوې او د مرګ خطر کم شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته