د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت د دویمې ربعې عواید ۳۸۱ میلیونه افغانۍ زیات شوي

کابل، د لیندۍ ‍۱۰ مه، باختر
د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت مسؤلین وايي، چې د روان کال په دویمه ربعه کې یې عواید ۳۸۱ میلیونه افغانۍ زیات شوي دي.
د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت ویاند عزت الله حماس وايي، چې دغه شرکت د روان کال په لومړۍ ربعه کې یو میلیارد او په دویمه ربعه کې یو میلیارد او ۳۸۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د دویمې ربعې عواید ۳۸۱ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي او دغه عواید د دولت خزانې ته تحویل شوي دي.
د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت رییس مولوي عبدالله حامد وايي، چې د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت د دولتي او غیردولتي د ډبرو سکرو د کانونو شمېر څه باندې پنځه زرو کانونو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت تر حاکمیت وړاندې د دې کانونو شمېر ۱۰۲۸ کانونو ته رسېده.
د شورابک کان کارکوونکي انجنیر حشمت الله او د ډبرو سکرو امارتي شرکت کارکوونکی انجنیر ایمل وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت په بیاحاکمیت او د کانونو او پټرولیم وزارت په ځانګړې پاملرنې سره د شمال د کانونو تحکیماتو او د کان کیندنې پر مهال د کارکوونکو ځاني خوندیتوب ته پاملرنه زیاته شوې او د کان سمڅې په تړلي ډول سره تنظیم شوي.
د بغلان اوسېدونکي بیا وايي، چې د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت دې نور هم په شفاف ډول د عوایدو په راټولولو کې هڅې وکړي او د دوی اړوند سیمو کې دې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته