خبرونهنړۍ

د شمالي کوریا توغندیزې ازموینې؛ امنیت شورا د جمعې په ورځ علني ناسته کوي

نړۍ، د غبرګولي ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د جنوبي کوریا یونهاپ خبري اژانس د دغه هېواد د پوځ له قوله نن پنجشنبې سهار خبر ورکړی، چې ګاونډي یې شمالي کوریا پرون چهارشنبې ناوخته لس فایره بالستیک توغندي ازمایلي دي.

د جنوبي کوریا چارواکو ویلي، چې دغه نوي ماډل توغندي ختیځو اوبو جاپان سمندر خواته توغول شوي دي.

دغه توغندي لنډ واټن ویشتونکي یاد شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ ویاند ویلي د دغه سازمان امنیت شورا به د جمعې په ورځ د شمالي کوریا د دغه اقدام په اړه علني ناسته ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته