د شمالي ولایتونو د ډبرو سکرو په کانونو کې شل زره کسان په کار بوخت دي
کابل، د مرغومې ۵ مه، باختر
په بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسؤلین وايي، چې په ټولو شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو ۱۰۲۸ کانونه شتون لري، چې له ډلې یې ۳۳ دولتي کانونه یې په فني ډول د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ له لوري استخراجېږي.
د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رییس مولوي عبدالله حامد وايي، چې په شمال کې د ۱۰۲۸ د ډبرو سکرو له کانونو څخه ۳۳ یې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ له لوري په فني او تخنیکي ډول استخراجېږي او په ورځني ډول ترې ۱۰۰۰ ټنه سکاره استخراج کېږي.
حامد زیاته کړه چې د شمالي ولایتونو په ټولو کانونو کې شل زره کسان په بیلابیلو برخو کې په کار بوخت دي.
د بغلان د څلورګونو کانونو عمومي آمر انجنیر ایمل وايي، چې پخوا په یو شمېر کانونو کې د کان کیندنې پرمهال د کان اوسپنیز تحکیمات نه وو او دغه راز د سکرو د ایستلو لپاره هم ماشین شتون نه درلوده ځکه خو به د کان د لوېدو له امله کان کیندونکو ته مرګ ژوبله اوښته او اوس د سکرو د اېستلو لپاره د ماشینونو د برابرولو سربېره د کانونو سمڅې له یو بل سره وصل شوي او د کان کیندونکو د مرګ خطر کم شوی.
میرفقیر او انجنیر حشمت الله د بغلان د کانونو کارکوونکو وویل، چې په پخوا وختونو کې کانونو ته سمه پاملرنه نه وه نو ځکه به کارکوونکي د کان کیندنې پر مهال د کان لوېدو او ګاز نیونو سره مخامخ کېدل او ډاډ ښيي چې د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره کانونو د پام په زیاتېدو سره د کان کیندونکو د مرګ خطر کم شوی دی.