د شفق په عملياتوکې تر اوسه پورې سل تروريستان وژل شوي دي

کابل باختر دوري  اوولسمه :
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په يوه خبرې غونډه کې د هېواد په څو ولايتونوکې د ډار اچوونکو د فعاليتونو د ټکولو په موخه د شفق په نامه دپراخ عملياتو د پيل خبر ورکړ .
د کورنيو چارو وزارت وياند د هېواد د امنيتي ځواکونو د کړنو د ستايلو په ترڅ کې وويل: دغه عمليات دملي اردو او د ملي امنيت له ځواکونو سره په بشپړې همکارۍ او همغږۍ سره د بدخشان، سرپل، غزني او د ننګرهار په ولايتونوکې پيل شوي او په برياليتوب سره پرمخ ځي چې په پايله کې يې تروريستانوته د سر دروند زيان اوښتى دى .
د کورنيو چارو وزارت وياندڅرګنده کړه: په تيره اوونۍ کې د ملي اردو، ملي امنيت او د ملي پوليسو ګډو ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې ٥٧ عمليات ترسره کړي دي چې١٠٠ تنه تروريستان پکې وژل شوي؛ ١٤ تنه ټپيان شول او١٢ تنه نور يې امنيتي ځواکونو نيولي دي .
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې د تروريستانو درې واسطې هم چې په امن او عامه نظم  په ګډوډولوکې ورڅخه کار اخستل کيده؛ له منځه وړل شوې دي .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت وياند د تروريستانو د ځپلو لپاره د ملي اردو، ملي امنيت او د ملي پوليسو د منسوبئنو د تيارى خبر ورکړ او ويې ويل: د هېواد ګډ امنيتي ځواکونه تيار دي چې په کلکه او جدي توګه له امنيتي ګواښونو سره مقابله وکړي او د تروريستي او ډار اچوونکو ډلو په وړاندې د افغانستان دخلکو دفاع وکړي .
په دغه خبري کنفرانس کې دافغانستان دملي پوليسو سفير بازمحمد مبارز هم خبرې وکړې ويې ويل: د افغانستان هر وګړى دنده لري چې د هېواد د امنيتي ځواکونو هراړخيز ملاتړ وکړي او په هېوادکې د سولې او ثبات په  تامينولوکې ونډه واخلي .
  بازمحمد مبارز د خپل  روسي سيال په وړاندې د خپل برياليتوب وياړ د هېواد امنيتي  ځواکونو ته وړاندې کړ او ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې له دوو تنو نورو سيالانو سره په مسکو او متحده اماراتوکې سيالي وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته