فيض آباد – باختر د وږي دمياشتې ٣١
د ارواښاد برهان الدين رباني د شهادت د دويم تلين په درناوى پرون د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې دشعر شپه جوړه شوه.
د بدخشان له ولايت څخه دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې لومړۍ دبدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله اديب دجهادي شهيد استاد برهان الدين رباني دشخصيت او کارنامو په اړوند خبرې وکړې او زياته يې کړه: شاعرانو او ليکوالو وپتيله چې خپلې فکري لاسته راوړنې په دې ستره غونډه کې چې د ستر استاد د شهادت په درناوى جوړه شوې وه؛ ولولي.
په غونډه کې د بدخشان ولايت اوولسو تنو شاعرانو خپلې مرثيې ولوستيلې.
دغه غونډه دبدخشان ولايت د اطلاعاتواو فرهنګ رياست او د سولې دکميټې په همکارۍ جوړه شوې وه .
3 1 دقیقه لوستل