خبرونهTOPټولنه

د شعبان المعظم مياشتې د لیدو په اړه د رؤيت هلال مركزي کمېټې خبرتيا

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د مياشتې د لېدو د مرکزي کمېټې د رسمي اعلان په اساس د دغه کمېټې غړو د ګران هيواد افغانستان په هېڅ ولایت کې د شعبان المعظم میاشت نه ده ليدلې او نه عامو هېوادوالو شرعي محاكمو ته د دې مياشتې د ليدو شاهدي وړاندې کړې ده، په دې اساس سبا یکشنبه د ١٤٤٥ هـ ق کال د رجب المرجب مياشتي ۳۰ مه نېټه او د دوشنبې ورځ د ١٤٤٥ هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتي لومړۍ نېټه ده، چې د ١٤٠٢ هـ ش کال د سلواغې مياشتې له ۲۳ مې نېټې سره سمون خوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته