ټولنه

د شريعت او قانون په چارو کې متخصصې ښځې معرفي شوې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١١مه
د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا د ١٣٢٥پرېکړه ليک له مخې، د قانون او شريعت په چاروکې د متخصصو ښځو د ګروپ پرانستونکې غونډه نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په غونډه کې وويل: د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا ١٣٢٥ پرېکړه ليک د ملګرو ملتو سازمان منشور د اووم فصل په رڼا کې تصويب شوى دى او اوس دغه پرېکړه ليک د نړيوالو حقوقو يو اصل پېژندل شوی او د ملګرو ملتو سازمان ټول غړي هېوادونه د هغه په تطبيقولو مکلف دي.
حسينې ساپۍ زياته کړه: افغانستان د ملګرو ملتو سازمان د غړي په توګه، مکلف دی چې د ملګرو ملتو سازمان منشور، نړيوال تړونونه په ځانګړې توګه د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک چې د ښځو د حقوقو په اړوند دی، رعايت کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل: افغانستان د بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو د حقوقو په برخوکې د خپلو نړيوالو مکلفيتونو د تطبیق لپاره عملي اقدامات ترلاس لاندې نيولي او د سولې او امنيت د ټينګښت په لاره کې خپله ونډه ترسره کوي. په همدې موخه له بېلابېلو همکارو بنسټونو څخه ۸ ښځې د متخصصو ښځو ګروپ ته معرفي کوي چې د شريعت او قانون له پلوه د ښځو وضعیت او دريځ تعريف کړي.
د ساپۍ د څرګندونو له مخې: د ١٣٢٥ پرېکړه ليک د تطبيق د عمل په پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده د پوهاوي د پروګرامونو جوړول دي چې د صوتي، تصويري او چاپي رسنیو او همدا رنګه تياتر، موسيقۍ او خپرونو له لارې یې خلکو ته ورسوي.
د دغه وزارت د پاليسۍ او پلان رييس مقيم افغان په غونډه کې د شريعت او قانون په چاروکې د متخصصو ښځو ګروپ د کاري پروګرام په باب تصويري معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: دغه ګروپ د رسنیزو پروګرامونو او په غونډو او ناستوکې د ګډون له لارې د پرېکړه ليک د عمل پروګرام هدفونه او پلانونه تبليغ کړي او د بهرنيو چارو وزارت ته رپوټ ورکوي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان، د افغانستان د ملي عمل پلان په باب وويل چې دغه پلان د ښځو، سولې او امنيت د١٣٢٥ پرېکړه ليک د تطبيق لپاره تدوين شوی دی، چې ښځو ته ورپېښ چلنجونه وڅېړل شي او د دغه  پلان وروستي هدف د سولې په بهير، د امنيت په تامینولو او د ښځو د ملاتړ په برخو کې د ښځو د ګډون زياتوالى او د ښځو د سوکالۍ لپاره د خدمتونو برابرول دي.
د حج او اوقافو وزارت مسلکي معين امين الدين مظفري له شرعي حکمونو څخه د ښځو د پوهاوي په باب د متخصصو ښځو د ګروپ جوړولو د ارزښت په باب وويل:  «په اسلامي شريعت کې د ښځې او نارينه ترمنځ توپير نه شته، څرنګه چې الله (ج)   فرمايي: ( انسان مې خلق کړ) ويې نه ويل چې ښځه يا نارينه، نو په دين کې د ښځې او نارينه قضیه طرحه نه ده، د انسان قضيه طرحه ده.»
مظفري زياته کړه: د اسلام سپېڅلی دين له ښځې او نارينه څخه د صالح عمل او ښه کار غوښتنه کوي او د هغوى د ښو فعاليتونو اجر ښه او سوکاله ژوند دى.
هغه وړانديز وکړ چې ګروپ بايد له متخصصو کسانو څخه جوړ شي، نه دا چې د اړيکو له پلوه په دغه ګروپ کې ټاکل شوي وي.
د کابل پوهنتون استادې او د مدني ټولنې فعالې پوهنملې شهلا فريد د ١٣٢٥ پرېکړه ليک د ملي عمل پروګرام د لومړي پړاو تطبيق بريالي ونه باله او ويې ویل: ښځې  اوس هم له تاوتريخوالي سره مخ دي او د «سقط جنين» په اړوند د جزا کود تر اوسه نه دى اصلاح شوى او د اجباري اميدوارۍ خاونده د جنين د سقط اجازه نلري.
هغې د قانون او شريعت په چارو کې د متخصصو ښځو د جوړ شوي ګروپ له غړو څخه وغوښتل چې په دې لاره کې د ظرفيت جوړولو په برخه کې هڅې وکړي.
د ملګرو ملتو سازمان د ٢٠٠٠ زیږدیزکال د اکټوبر په درېيمه د ښځو، سولې او امنيت په باب ١٣٢٥ تاریخي پرېکړه ليک تصويب کړ.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته