د شبرغان ښار پاک شو .

کابل باختر د وري  څلورمه :
د نوي لمريز کال  د رارسيدو په درشل کې  پرون په شبرغان ښار کې عمومي اشر ترسره شو .
د شبرغان ښاروال محمد حسين صالح د باختراژانس خبريال ته وويل  د دغه اشر له امله چې  د سيمه ييزو مقاماتو ،ورزشکارانو او د شبرغان ښار د سلګونو تنو اوسيدونکو په ګډون  ترسره شو څه د پاسه زر ټنه کثافات  د ښار له ددنه څخه راټول او له ښار څخه بهر ولېږدول شول .
د شبرغان ښاروال زياته کړه د ښار او شاوخواسيمو د پاکولو پروګرام په راتلونکو  ورځو کې  هم دوام لري .  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته