خبرونهاقتصادټولنه

د شبرغان – مزارشریف نل‌ لیکې پلان شوې چارې له وخت څخه مخکې بشپړې شوې 

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر

له شبرغان څخه مزارشریف ښار ته د غځېدونکې نل ‌لیکې هغه چارې چې د سږکال پلان کې نیول شوې وې؛ له وخت څخه مخکې بشپړې شوې او د راتلونکي کال پنځه سلنه چارې هم پرمخ تللې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه نل‌ لیکه چې ٩٤،٥ کیلومتره اوږدوالی لري او د شبرغان ګاز مزارشریف ښار ته انتقالوي؛ د یاد وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له خوا یې د ٦٠٩ میلیونه افغانیو په ارزښت د غځېدلو چارې په رسمي توګه پیل شوې وې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ له پلان سره سم، سږکال باید ١٦کیلومتره نل لیکه غځول شوې وای، خو له نیکه مرغه دغه نل‌ لیکه ١٨،٥کیلومتره غځول شوې او د کال تر پایه به نوره هم وغځول شي. 

په سيمه کې د نل ‌لیکې کارکوونکو د مسئولینو پوره همکاري، د ډاډمن امنیت شتون او د متخصصو او مخلصو انجنیرانو هلې ځلې، د دغه پرمختګ عمده لاملونه ویل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته