د شبرغان خلکو د دايمي سولې او اوربند غوښتنه وکړه
کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
د شبرغان سلګونو اسېدونکو نن په هېواد کې د دايمي سولې او اوربند د ټینګښت په ملاتړ په بنرونو کې لاسليک وکړ.
په شبرغان ښار کې د مشارکت دفتر غړې فريدې اميني وويل: دغه پروګرام د هېواد په ٣۴ ولايتونو کې پيل شوى دى او د لاسليکونو د راټولولو موخه دا دى چې د افغانستان ټول خلک د سولې تږي دي او په بنرونو کې په خپلو لاسليکونو سره غواړي له جګړې سره خپله کرکه څرګنده کړي.
اميني زياته کړه: دغو خلکو په خپلو مرکو کې له جګړې څخه چې د ځوانانو د تيښتې او د يوشمېر نورو خلکو د وژلو سبب شوى دى؛ خپله کرکه څرګنده کړه.
هغې د جګړې له ښکيلو لوریو څخه وغوښتل چې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره دې د خبرو لاره غوره کړي او ۴٠ کلنه جګړه دې پاى ته ورسوي.
ختم-ج –ا