خبرونهامنیت

د شبرغان اوسيدونکو د امنيت غوښتنه وکړه

٣٧- کابل/ د لیندۍ۲٦مه/ باختر
د شبرغان ښار سلګونو اوسيدونکو نن د دويم ځل لپاره د دغه ښار د امنيت د تامينولو په مقصد لاريون وکړ.
د باخترآژانس د سيمه ييزخبريال دخبرله مخې، دغه اوسيدونکي په داسې حال کې چې د هېواد بيرغونه يې له ځانه سره لېږدول (موږ امنيت غواړو، عدالت غواړو ) په شعارونو سره د ٩ کلن ماشوم عبدالرووف عکسونه يې له ځان سره لېږدول چې په بلخ ولايت کې دانسان تښتوونکو په بند کې دى.
هغوى د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د دغه ماشوم د ډېر ژرخوشي کولوغوښتنه وکړه او د دغه ماشوم په خوشي کولو کې يې د امنيتي مسوولانو په بې پروايي نيوکه وکړه او ويې ويل: په هغه صورت کې چې مرکزي حکومت د بلخ په سيمه ييزو مقاماتو فشار را نه وړي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او په شمال کې به لويې لارې او دولتي ادارې وتړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته