خبرونهاقتصادTOPټکنالوژي

د شاوخوا ۷۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د پُستي خدماتو درېیو شرکتونو ته جوازونه ورکړل شول

کابل، غبرګولي ۱۶مه، باختر
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، نن د شاوخوا ۷۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره، د پُستي خدماتو درېیو (موام، اکرم زاده او رحمان صمدي) شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، د یادو جوازونو د ارزښت او د هېواد په پُستي مارکېټ کې د هغو د اړتیا په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې افغانستان د پُستي خدماتو په برخه کې څه باندې ۱۵۰ کاله مخینه او په دې برخه کې کافي تجربه لري.
حقاني زیاته کړه چې په تېرو ۴۵ کلونو کې د بېلابېلو ستونزو له امله، د افغانستان د مخابراتو سکتور زیانمن شوی و، خو د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره هڅې دا دي چې هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه مخابراتي برخه کې زیاتې آسانتیاوې برابرې شي.
د هغه په وینا، د هېواد د مخابراتو سکتور د هرې ورځې په تېروېدو سره پیاوړی کېږي او افغانستان په دې برخه کې ښې لاسته رواړنې لري.

Ps202406513
هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ټولو پُستي شرکتونو همکار دی او د شرکتونو له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې د تجارتي مسایلو ترڅنګ او د خلکو اړتیاوو ته په پاملرنې سره دې معیاري، قانوني، ارزانه، مسئولانه او پر وخت خدمات وړاندې کړي.
همدا رنګه، د موام شرکت اجرائیوي رئیس محمد اسحاق تکل، د اکرم زاده شرکت اجرائیوي رئیس ذکرالله پوبل او د رحمان صمدي شرکت رئیس سمیع الله صمدي، د خپلو شرکتونو د فعالیت او پلانونو په اړه معلومات ورکړل او په هېواد کې د پانګونې زمینې د برابرولو په خاطر یې د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت څخه مننه وکړه.
هغوی ژمنه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د قوانیو او پالیسیو مطابق به خلکو ته معیاري، قانوني، ارزانه او باکیفیته خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې یادو درېیو شرکتونو ته د فعالیت جواز په ورکولو سره، په هېواد کې د پُستي خدماتو د فعالو شرکتونو شمېر ۱۵ ته ورسېد چې دغه شرکتونه د پُستي خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته