د شاوخوا یو نیم میلیونه ډالرو په ارزښت، له دوو بهرنیو مؤسسو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو، د شاوخوا یو نیم میلیونه ډالرو په ارزښت له دوو بهرنیو مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د دغه وزارت مسئولینو، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د افغانستان لپاره د فیزیوټراپۍ او بیارغونې مساعدت مؤسسو له مسئولینو سره جلاجلا هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
ټاکل شوې چې یادې مؤسسې د صنعت او سودګرۍ وزارت په همغږۍ، په کابل، ننګرهار او بامیانو کې د خصوصي سکټور له لوري د افغان کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام تر سرلیک لاندې د شاوخوا یو نیم میلیونه ډالرو په ارزښت ګډه پروژه پلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته