د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې
کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر
د ملي تدارکاتو کمېسیون، د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸بېلابېلې پروژې منظورې کړې.
باختر آژانس ته د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د وړاندې شویو پروژو په اړه بحث شوی دی.
یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې څخه یې د ۱۸ پروژو قراردادونه منظور او د پنځو پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې ده، څو دغه قراردادونه په هراړخیز ډول وڅېړي او د وروستي تصمیم نیونې په موخه یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه، د پنځو نورو پروژو په اړه ملي تدارکاتو ریاست ته دنده سپارل شوې چې یاد قراردادونه په هراړخیز ډول و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، مالیې، ټولګټو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا څلور میلیارده افغانیو ته رسېږي.
په منظور شویو پروژو کې د چک وردګ بند د پاتې چارو د بشپړولو، له ارغندۍ تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لین غځولو پاتې چارو بشپړولو، د هرات او تورغونډۍ د نورالجهاد د ۲۲۰ کیلوولټ لین د انسولټرونو د چمتو کولو، د زابل له شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پورې د غځېدلي سړک اساسي بیارغونه، د کابل – لوګر سړک د دویم لین د پاتې چارو د بشپړولو، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.