د شاوخوا څلورمیلیونه ډالرو په ارزښت له شپږو مؤسسو سره هوکړه لیکونو لاسلیک شول
کابل، د لېندۍ لومړۍ، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د شاوخوا څلور میلیونه ډالرو په ارزښت د شپږو ملي او بین المللي مؤسسو له مسئولینو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کړي دي.
باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه هوکړه لیکونه د کورنیو د پیاوړي کولو، د وړو تشبثاتو او سوداګرۍ د ملاتړ او د حرفو د پراختیا په برخو کې لاسلیک شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو پر مهال، د یادو مؤسسو د مسئولینو د معلوماتو په اورېدو سره؛ هغوی ته لازمې لارښوونې کړې دي.
هېره دې نه وي چې د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو له مخې به؛ یوه بهرنۍ او پنځه کورنۍ مؤسسې د څه باندې درې میلیونه ۹۲۳ زره ډالرو په ارزښت پروژې د کورنیو د پیاوړتیا، د متشبثو ځوانانو د کسب او کار د پراختیا، د وړو تشبثاتو د ملاتړ او د سوداګرۍ او حرفو د پراختیا په برخو کې خپلې پروژې په کابل، هرات، بلخ، فاریاب، ننګرهار، خوست، تخار، بدخشان او بامیانو کې پلې کړي