سیاستخبرونهاقتصادTOP

د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې شوې

کابل، د چنګاښ ۱۷مه، باختر 

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور کړي دي.

باختر آژانس ته د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه؛ له اجنډا سره سم ۲۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې څخه یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د درېیو تعدیل او د اوو پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې په هر اړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي. 

په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د یوشمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لویې لارې د دویمې برخې قیر اچونه او د همدې لارې د استنادي دېوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سب سټېشن د انسلیټرونو نصب او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته