خبرونهاقتصادټولنهTOP

د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې شوې

کابل، د تلې ۱۴مه، باختر
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د ملي تدارکاتو کمېسیون نن د شاوخوا ۱۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲پروژو قراردادونه منظور کړي دي.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي ناستې ته ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له دې جملې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور شوي، د ۱۵ یې تعدیل، د یوې لغوه او د دوو پروژو د قراردادونو د بیو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې چې له ګټونکو شرکتونو سره بیا مذاکرات ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
ویل شوي چې په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز د پوهنتونونو د لیلیو د ودانیو پاتې چارې بشپړول، د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر بیارغونه، په بادغیس کې د قیصار – لامان ۲۵ کیلومتره سړک د پاتې چارو اساسي جوړول، د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغونه، د کابل ښار ځینې سړکونه او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته