کابل باخترد لړم د مياشتې ٢٠ :
د شاهين _ ٢٢ په نامه ګډ محاربوي چاڼيز عمليات نن سهار پيل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
د شاهين _ ٢٢ په نامه ګډ محاربوي ، چاڼيز او د پلټنې عمليات دملي پوليسو ، سرحدي پوليسو ، سيمه ييزو پوليسو او دعامه نظم دپوليسو او د ملي امنيت دځواکونو په ګډو هلوځلو سره دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيت دتامينولو او د ښيې حکومتوالۍ دټينګښت په مقصد د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا د دويم کنډک دقوماندانۍ په مشرۍ نن سهار پيل شوي دي په برياليتوب سره دوام لري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ