امنیت

د شاهين -١ عمليات دوام لري

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٥

د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د شاهين – ١عمليات له دوو ورځو را په دې خوا دوام لري.

د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په اچين ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات پيل شوي دي او د طالبانو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو او د ښه امنيت تر تامينولو پورې دوام کوي.

خبرځاى وويل: په دغو عملياتوکې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى، خو دقيق شمېر يې تر اوسه معلوم نه دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته