امنیت

د شاهين له قول اردوسره د شلو مليونو ډالرو مرستې ژمنه

کابل باختر دلړم دمياشتي دريمه :
د آيساف ځواکونه په بدخشان ولايت کې د شاهين قول اردو د څلورمې لوا د ودانۍ جوړولو او د پوځي تجهيزاتو د برابرولو لپاره د شلو مليونو امريکايي ډالرو مرسته کوي.
د بدخشان ولايت سرپرست شاه ولي الله اديب د باختر آژانس خبريال ته وويل: په افغانستان کې د جرمني د ميشتو ځواکونو د آيساف د څانګې مسوول هني من پرون د بدخشان ولايت د فيض آباد ښار ته ورسيد .
ده له ما او د دغه ولايت له امنيه قوماندان سره په کتنوکې د شاهين قول اردو د څلورمي لوا د ودانۍ د جوړولو او د تجهيزاتو د برابرولو لپاره د شلو مليونو امريکايي ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې د دغې لوا د ودانۍ د جوړولو کار په راتلوونکې کال کې پيليږي .
د بدخشان والي دغه راز څرګنده کړه: دغې ادارې لنډ مهال تاسيسات چې د يوسلو نهه شپيتو مليونو افغانيو په ارزښت سل سترې ستندرد  خيمې  پکې دي؛ له دغې لوا سره مرسته کړې ده چې د دغو خيمو د درولو کار د روان کال د لړم د مياشتې له لومړۍ نيټي څخه پيل شوى دى او د همدې مياشتې تر شپاړلسمې نيټې پورې بشپړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته