ورزش

د شاهين آسمايي ټيم د اباسين ټيم ته ماتې ورکړه.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
دافغانستان روشن دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ پرون مازيګر دشاهين آسمايي ټيم په ګټه پاى ته ورسيد. دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دافغانستان دفوټبال دغوره ليګ دسياليو دپنځم پړاو په دوام پرون مازيګر دشاهين آسمايي او د آباسين څپې ټيمونو لوبه وکړه چې دشاهين آسمايي ټيم په يوه ګول لرونکى او په زړه پورې لوبه کې دصفر په وړاندې په پنځو سره د آباسين څپې ټيم ته ماتې ورکړه.
ديادونې وړه ده دشاهين آسمايي ټيم لوبغاړي امرالدين شريفى دغوره لوبغاړي په توګه وپيژندل شو.
دافغانستان روشن دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ له څه مودې راپه دې خوا د اتو ټيمونو ترمنځ دفوټبال فدراسيون په لوبغالي کې پيل شوې دي او په اوونۍ کې درې ورځې دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته