د شانگهای سازمان په دیارلسمه سرمشریزه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي د وینا متن
کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢٣ مه:
د شانگهای سازمان په دیارلسمه سرمشریزه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي د وینا متن
بیشکک، د قرغزستان جمهوریت
۲۲- ۶- ۱۳۹۲
بسم الله الرحمن الرحیم
جلالتمآب المازبیک اتمبایف، د قرغزستان ښاغلی جمهور رئیس
د حکومتونو او دولتونو محترمو مشرانو،
د شانګهای سازمان ښاغلی سکرتر جنرال،
جلالتمابانو،
میرمنو او ښاغلیو!
دا د ویاړ ځای دی چې د شانګهای سازمان په دغه مهمه سرمشریزه کې ستاسو ترڅنګ حضور لرم. اجازه راکړﺉ ترڅو د قرغزستان جمهوریت له ښاغلی جمهور رئیس جلالتمآب المازبیک اتمبایف او د دغه هېواد له حکومت او خلکو څخه د یاد سازمان د سرمشریزې له لطفه ډک کوربه توب پخاطر ، د زړه له کومې مننه وکړم.
له دغه فرصت څخه په استفادې سره، غواړم د شانګهای سازمان له ښاغلي سکرتر جنرال جلالتمآب دیمتری میزینت سیف څخه د ده د نه ستړې کیدونکو هڅو پخاطر هم مننه وکړم.
جلالتمآبانو!
د ۲۰۱۳ افغانستان، نور د ۲۰۰۱ په څېر نه دی چې د جګړې او نا ارامې له کنډوالو څخه راپورته شوی ؤ. په تېرو دولسو کلونو کې، موږ په ټولنه کې ګڼ شمېر سیاسي، اقتصادي او ټولنیز عوامل رامنځته کړي دي چې افغانستان به پرې نه ږدې ترڅو یوځل بیا تېرو بدمرغیو ته وروګرځي. موږ د نړۍ د نور ملتونو ترڅنګ د خپل حاکمیت د بیا ثابتولو پخاطر کوټلي ګامونه پورته کړي دي. داسې بنسټونه مو اوس رامنځته کړي چې موږ افغانانو ته یې دا وړتیا راپه برخه کړې ترڅو د خپل هېواد د برخلیک د ټاکلو مسوولیت په خپله غاړه واخلو.
درې میاشتې وړاندې، داسې مهمه پېښه مو ولمانځله چې په ترڅ کې یې په هېواد کې له ناټو او آیساف مېشتو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو بشپړ لیږد ترسره شو.
اما د تېرې یوې لسیږې د لاسته راوړنو او د یو نوي واکمن افغانستان د رامنځته کیدو له لمانځنې سره سم، موږ باید هغه ستونزمنې ننګونې له پامه و نه غورځو چې کولای شي زموږ پرمختګونه تر پوښتنې لاندې راولي. د ترورېزم پرخلاف له جګړې نه دولس کاله وروسته ، ترورېزم لا تر اوسه هم زموږ په وړاندې د بنسټ پالنې او افراطیت په خپریدو سره د یو جدي ګواښ په توګه شتون لري.
څرنګه چې موږ ټول پوهیږو ، د سیمې په هېوادونو کې د ترورېزم په خپریدو سره، دغه پدیده به نه یوازې د افغانستان او پاکستان د ثبات بلکې د سیمې او ټولې نړۍ د امنیت لپاره ، ناوړې پایلې له ځان سره ولري.
عالي جنابانو!
افغانستان د ترورېزم پرخلاف د جګړې په لومړۍ لیکه کې قرار لري. د القاعده او د دغه سازمان د نورو متحدانو په څېر ترهګرې ډلې زموږ د هېواد له پولو څخه اخوا پټنځایونه لري.
غواړم له هغو تروریستي ډلو څخه یادونه وکړم چې افغانستان یې په وړاندې خنډ واقع کیږي. دغه ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې ورسره مخامخ یو ، عبارت دي له د ازبکستان اسلامي تحریک، د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ چې یو تروریستي سازمان بلل کیږي، د[افغان] طالبانو سربېره پنجابي طالبان، لشکر طیبه او همداراز چیچني اورپکي. دغه افراطګرې تروریستي ډلې نه یوازې افغانستان ګواښوي بلکې غواړي چې د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له افغانستانه هم نورو هېوادونو ته دتېریدو د لارې په توګه کار واخلي. نوځکه د افغانستان خلک هره ورځ د دغو ترهګرو له اعمالو څخه کړیږي او له خپل هېواد او ګاونډیو څخه دفاع، دوی ته له قربانیو ډکه پریوزي.
میرمنو او ښاغلیو!
یوازې هغه وخت کولای شو ترورېزم او مخ پر ودې افراطیت ته ماته وکړو چې په سیمه کې ، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادقانه همکارۍ ترسره شي. دغه بریالیتوب ته د رسیدلو لپاره، افغانستان په پراخه کچه له پاکستان سره د تېرو دولسو کلونو په ترڅ کې همکارۍ کړې او خپلې دغې همکارۍ ته به په راتلونکې کې هم دوام ورکړي. په دې لار کې بریالیتوب، د دغې سرمشریزې د حاضرو هېوادونو په ځانګړي ملاتړ پورې اړه لري.
د سیمې هېوادونه باید دا تمه ونلري چې د ناټو سازمان، آیساف او یا د امریکا متحده ایالات به مو له ټولو هغو ننګونو څخه وژغوري چې اوس ورسره مخامخ یو. باید په دې پوه شو چې د ترورېزم او افراطیت پرخلاف جګړه ، اساساً زموږ د ټولو ګډ مسولیت دی یعنې د دې سیمې د هېوادونو مسولیت دی چې صادقانه همکارۍ او ګډې هڅې ایجابوي.
ناقانونه مخدره توکي هغه بله ستونزه ده چې ټوله سیمه ګواښوي. موږ باور لرو چې د دغه ویجاړونکي ګواښ پرخلاف مبارزه، په ټولو سطحو کې هراړخیزه کړنلاره ایجابوي چې تر ډیره حده به د مخدره موادو د تقاضا پر راکمولو، د اولیه کیمیاوي توکو پر کنټرول، د مخدره موادو د قاچاق د لارو پر بندولو او د بدیل معیشت پر برابرولو تمرکز ولري.
میرمنو او ښاغلیو!
موږ په دې پوهیږو چې د سیمې ګڼ شمېر هېوادونه له هغه څه نه اندېښنه لري چې موږ افغانانو ته به د نړیوالو ځواکونو له وتلو نه وروسته په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پېښ شي. دغه هېوادونه د ځینو دلایلو له امله د دوامداره تاوتریخوالي، د ثبات د نشتوالي او په ټوله سیمه کې د ترورېزم او افراطیت د خپریدا له ناوړو پایلو څخه اندېښمن دي.
له دولس کلن پرمختګ وروسته، افغان ولس د شاته تګ او د ماتې پر زیانونو خورا ښه پوهیږي. له دې سره سم چې افغانستان په خپلواک ډول په خپلو پُښو دریږي، په یقین سره ، په دې لار کې به یې په وړاندې ستونزې پرتې وي.
خو اجازه راکړﺉ تاسو ته ډاډ درکړم چې په هېواد کې د سولې او هوساینې د تامینولو په لور په خپل سفر کې ثابت قدمه یو. د زړه له کومې هیله من یم چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه به له موږ افغانانو سره په دغه سفر کې ملتیا وکړي او د ۲۰۱۴ میلادي کال په لور د تګ په ترڅ کې او همدراز په راتلونکې کې به هم له موږ سره همکاري وکړي.
افغانستان به په راتلونکي کال کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره کړي. موږ په دې باور یو چې د دغو انتخاباتو بریالیتوب به نه یوازې زموږ دولس کلنې تاریخي لاسته راوړنې وساتي بلکې د دې زمینه هم برابروي ترڅو هېواد مو پرته له ستونزې د "بدلون لسیزې" ته داخل شي.
د لاسته راوړنو له ساتنې سره سم، موږ هغو طالبانو ته د سولې او پخلاینې باب په دوامداره توګه پرانیستی پرې ږدو چې اوس مهال د حکومت په وړاندې وسله وال مخالفت ته دوام ورکوي. په دې پوهیږو چې پاکستان کولای شي د سولې په بهیر کې مهم رول ولوبوي او همداراز ، هیله من یو چې د جلالتمآب صدراعظم نواز شریف په مشرۍ د یاد هېواد نوی حکومت به په دې لار کې رغنده رول ولوبوي. هیله من یم چې دغه کار ترسره شي.
همدا رنګه، موږ له ټولو هغو هېوادونو سره د نږدې همکارۍ غوښتونکي یو چې ورسره مو د همکاریو موافقه لیکونه لاسلیک کړي دي. هغه همکارۍ چې مو رامنځته کړي، هیڅکله به هم زموږ ګاونډیو او یا کوم بل هېواد ته ګواښ متوجه نه کړي او افغانستان اجازه نه ورکوي چې داسې کار ترسره شي.
افغانستان د اقتصادي همکاریو د نوښتونو د تعمیم او د سیمه ییزو زیربنایي پروژو د تطبیق له لارې، د سیمه ییزې ملتیا د پراختیا لپاره هڅونکی هېواد پاتې شوی دی. همداراز، موږ به د آسیا د زړه هېوادونو بهیر په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت د تامینولو په لار کې د مرستې لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اعتماد او تفاهم د فضا د پیاوړتیا له لارې په دوامدار ډول پرمخ یوسو.
جلالتمآبانو!
هغه لید لوری چې موږ یې د افغانستان لپاره لرو، یوازې د افغانانو لپاره د یوې خورا ښې، خوندي او هوسا راتلونکې رامنځته کول نه دي بلکې د داسې یو افغانستان رامنځته کول هم دي چې د سیمې لپاره هم صمیمي، اغیزمن او د اعتماد وړ همکار اوسي.
د سیمې د هېوادونو له ښه نیت، ملاتړ او مرستو پرته به په دې توانیدلي نه وای چې په تېرو لسو کلونو کې لاسته راوړنې ولرو. ممکن په ټوله نړۍکې له بېلابېلو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولرو، خو موږ افغانان په دې پوهیږو چې رښتینی امنیت او هوساینه مو په هغې سیمې پورې تړلې ده چې موږ یې یوه برخه ګڼل کیږو.
بناً موږ دیته ژمن یو چې د شانګهای له سازمان سره د افغانستان اړیکې لا هم پیاوړې کړو او د یاد سازمان له ټولو غړو دولتونو سره د سولې، امنیت او هوساینې د تامین لپاره د یوګډ لید لوري دتحقق په لار کې رغنده همکارۍ ولرو.
درنو ښاغلیو!
باید ووایو چې د افغانستان یوالی او امنیت ، د سیمې د یوالي او امنیت د ټینګښت لپاره یو مهم عامل بلل کیږي. نو له یو خوا، خطرونه زیات او له بلې خوا ګټې دوه اړخیزې دي.
نوځکه له خپلو ټولو ملګرو څخه چې په دې ناسته کې ګډون لري، یو وار بیا غواړم چې له افغانستان سره د دغه هېواد د لاسته راوړنو د دوام، ساتنې او پراختیا په برخو کې او همداراز په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت پخاطر همکارۍ وکړي.
همداراز، غواړم د شانګهای سازمان په وړاندې د افغانستان پر ژمنې باندې یو ځل بیا ټینګار وکړم او زموږ ورور جلالتمآب ښاغلي امام علي رحمان د تاجیکستان جمهور رئیس ته د شانگهای سازمان د راتلونکي ریاست په لار کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله کوم.
مننه!