د سیمکارټونو ثبت؛ د جنایت په مخنیوي او د امنیت ټینګښت کې مهم رول لري
کابل، د مرغومې ۱۹ مه، باختر
تبصره
ګرځنده مبایل او سیمکارټونه، چې په روانه یوویشتمه پېړۍ کې د اړیکو ټینګولو بېخي عصري وسیلې دي او د افغانستان کې له دغې اتصالي اسانتیا څخه د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال ګټه پورته شوه او دا دی اوس مهال دغې وسیلې ته میلیونونه افغانان لاسرسی لري.
خو د تېر نظام په شل کلنه دوره او په ځانګړي ډول وروستیو کې سیمکارټونه له راجستر پرته بازار ته راغلل او په ډېرې اسانۍ او ارزانه بیه د کابل او نورو ښارونو او بازارونو پر سړکونو پیدا کېدل او هر چا ورته لاسرسی درلود، چې دغې چارې د تېر نظام پر وړاندې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې او اکثریت جنایي جرمونه له همدې لارې ترسره کېدل او حکومت یې پر وړاندې څه نه شو کولی.
خو کله چې اسلامي امارت بیا ځلې پر هېواد واکمن شو، نو د ابادۍ د نورو کارونو ترڅنګ یې د پرمختللیو هېوادونو په څېر د سیمکارټونو په برخه کې هم یوه ځانګړې تګلاره خپله کړه، چې له مخې یې ټول سیمکارټونه به د پېژندپاڼې له مخې ثبت کېږي او په دغې برخه کې یې ازاد بازار هم مطلق بند کړ.
د اسلامي امارت دغه ګام د هېواد د عصري کولو او نظم برابرولو لپاره ډېر اړین دی او دا چاره د امنیت د لا ډېر ټینګښت او له جنایي جرمونو څخه د مخنیوي لپاره ډېر مهم دی.
د سیمکارټ راجستر ګواښونه راکموي او حتی بېخي یې له منځه وړلی شي او همدارنګه د سرشمېرنې په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کوي.
اسلامي امارت ته پکار ده، چې په دغې برخه کې لا د عصري توب مخه وکړي او د انټرنېټ او اړیکو په بیو، استعمال او نورو برخو کې هم د پام وړ او ګټور ګامونه پورته کړي.